Tuesday, December 28, 2010

د ارواَښاد علامه پوهاند رشتین دولسم تلین

علامه پوهاند صديق الله رشتين

د ۱۳۸۹د ليندې پنځمه نيټه د ارواښاد علامه پوهاند رشتين له دولسم تلين سره برابر ه ده . په دغه مناسبت دغه ليكنه درنو لوستونكو او د رشتين بابا مينه والو ، شاكردانو او عقيدتمندانو ته په اخلاص سره وړاندې كوم.

علامه پوهاند صديق الله رشتين رشتين بابا

ارواښاد علامه پوهاند رشتين د علم او ادب د ميدان يو پهلوان ؤ . د هغه مقام دومره ستر او لوړ دى چې زما په شان د علم او ادب يو طالب العلم ته ډيره ګرانه ده چې د بابا په علمي او ادبي ژوند هغه څه وليكم كوم چې لازم دي.
د ارواښاد رشتين بابا علمي او ادبي ژوند ډير اړخونه لري.
ارواښاد رشتين بابا ډير كوچنی ؤ چې د پلار له سيورى محروم شو. هغه د پلار د مينې ، د پلار له روزنې او سرپرستۍ له فيض څخه هغه مهال بې برخى شو چې د عمر ايله شپږ پسرلي يې تير شوي وو . د ژوند او حالاتو له ستونزو سره لاس او ګريوان دغه نابغه شپږ كلن ماشوم ته خداى پاك يو ځانګړى استعداد وركړى ؤ . له درس او تعليم سره يې خورا ډيره مينه درلوده . هغه په كاله كښې له خصوصي استادانو څخه زدكړې وكړې. بياد ننګرهار د هډې صاحب په نجم المدارس كښې شامل شو. ورپسې د كابل په دارالعلوم كې يې خپلې زدكړې پاې ته ورسولې. د اخبارونو ، ورځپاڼو او مجلو له لوستلو سره يې ډير شوق درلود . په زړه كښې يې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره د مينې جذبه هغه وخت پيدا شوه چې دى تنې ځوان ؤ او په كابل كښې به چې چا په پښتو خبرې كولى نو هغه ته به خلكو افغان غول ويل. ارواښاد رشتين بابا د خپلې خولى خبره ده ." يوه ورځې زه او مرحوم خاورى صاحب په پل باغ عمومي كښې په لار روان وو او په خپله ژبه مو خبرې كولى ، يو چا له شا نه غږ وكړ چې ( ونه افغان غول آمده ) دى خبرې په ما بد تاثير وكړ او زما احساسات يې راوپارول او ما له ځان سره هوډ وكړ چې له دې نه پس به زما د ژوند هدف پښتو ژبې ته خدمت كول وي ، زه به دې ژبې ته دومره خدمت وكړم چې د نړۍ د ژبو سياله شي ، چې بيا څوك پښتون ته افغان غول ونه وايي ، اوس زما ارمان پوره شوى دى ، دا ژبه رسمي او ملي شوې ده ، د لندن ، مسكو ، چين ، هندوستان ، مصر ، پاكستان ، جرمني له راډيو ګانو نه په پښتو ژبه خبرونه نشريږي ."
رشتين بابا د خپلې ژبې سره د مينې او د هغې پاكې جذبې په بركت چې دده په زړه او دماغ كښې يې ريشې وكړې د پښتو ټولنې غړی شو ، بيا په دې ټولنه كښې مدير شو ، بيا مرستيال شو او بيا د رياست او مشرۍ مقام ته ورسيد. رشتين بابا خپله رسمي وظيفه په پښتو ټولنه كښې پيل او په دغه ټولنه كښې يې پاى ته ورسوله.
هغه د خپل عمر ټول پسرلي د پښتو ژبې او ادب په مينه او خدمت كښې خزان كړل .هغه د خپلې ژبې او فرهنګ د ودې او پر مختك په لار كې نه ستړي كيدونكي سفرونه وكړل او دا لار يې د ادب او فرهنګ په نويو او تازه ګلونو ښكلى او ښائسته كړه.

رشتين بابا نظم وليكه ، هغه نثر وليكه ، د هغه ادبي هنري نثر پښتو ژبې ته ځانګړې ښګلا او ځلا وركړه ، هغه په خواږه او روان نثر سفر نامې وليكلى او په پښتو ادبياتو كښې يې دغه خواره برخه شتمنه كړه. هغه علمي څيړنې وكړې ، د علمي څيړنو په برخه كښې يې څارى نه ؤ . هغه په داسې وخت كښې په دې كار لاس پورې كړ چې دا برخه هم په نشت حساب وه.
رشتين بابا ژبنۍ څيړنې وكړې . د ژبپوهنې په برخه كې يې ډير كار وكړ ، ځان يې ستړې كړ او د پښتو ژبې ګرامرونه يې وليكل . د ژبې د ودې او پرمختيا په لار كې يې د پښتو ګرامري ، لغوي او اشتقاقي بې نظيره خدمتونه سرته ورسول. ډيرې مقالې يې وليكلې او ډير آثار يې خپاره كړل.
رشتين بابا فولكلوريكى خپرونې وكړې، هغه هنري څيړنې وكړې ، هغه د پښتو موسيقۍ په برخه كښې ډيرى مفيدى ليكنې وكړې ، هغه تاريخي پلټنې او څيړنې وكړې ، هغه ژورنالستيكي او اداري ليكنې وكړې ، هغه ادبي او سياسي مركې وكړې ، هغه ادبي او تاريخي سمونې وكړې ، هغه له نورو خارجي ژبو نه ژباړې او ترجمې وكړې .
رشتين بابا د ادبي تيورۍ په برخه كښې رنګارنګ ليكنې وكړې ، هغه د پښتو ادب تاريخ وليكلو ، هغه د سل هاو شاعرانو تذكرې وليكلې ، هغه د ښوونې او روزنې ډير شمير درسي كتابونه وليكل ، هغه د پښتو قلمي نسخو په څيړنه كښې زبردست كار وكړ.
ارواښاد رښتين بابا د كره كتنې په بڼ كښې ډيرې غوټۍ وسپړلې او په خپلو پخو ليكنو يې د لومړي ځل د پاره دا بڼ په ښكلو ګلونو ښائيسته كړ.
رشتين بابا مطبوعاتي هلې ځلې وكړې ، هغه په زړه پورې راډيويي ادبي خپرونې ترتيب او تنظيم كړې ، هغه په هيواد كښې ورځپاڼې او جريدې تأسيس او و چلولې.
رشتين بابا د كابل په ښار كښې په دولتي او غير دولتي ودانيو ، مغازو او دوكانونو لوحى پښتو كړې . نن ورځ وكورۍ د كابل د ښار 99% لوحې په دري او نورو ژبو دي ، په پښتو څه نشته.
يوه ورځې زه له رشتين بابا سره د دهمزنګ بازار ته د سودا اخيستلو د پاره لاړم ، له مونږ سره مسجدي خان چې زمونږ په كور كښې يې كار كولو هم ملګرې ؤ. رشتين بابا درنګ د خرڅولو د يو دكان لوحه وليده چې په دري ژبه داسې ليكل شوى وه. " رنګ فروشي وطن" . رشتين بابا ودريد او دكاندار ته يې وويل چې ستا د دكان په لوحه پښتو نشته . دكاندار د بل چا سره بوخت ؤ ، رشتين بابا ورته خبره تكرار كړه ، دكاندار ډير په غصه وويل " تو خو وزير يا والي نيستي كه امر ميكني ." رشتين بابا ورته وويل چې " زه د وزير او د والي پلار يم ." مسجدي ته يې وويل چې لوحه ښكته واچوي . مسجدي لوحې ته لاس ورساوه او هغه يې راښكته كړه رشتين بابا ورته وويل چې " سبا به زه په دى لار تيريږم ، لوحه بايد په دواړو پښتو او دري ژبو ليكل شوي وي ، دا قانوني خبره ده او دا موضوع د وزيرانو په شورى كښې فيصله شوې ده او زه چې څه غواړم هغه د اساسي قانون له مخې غواړم."
باور وكړۍ چې دوه ورځې پس زه هغه دكان ته لاړم ، لوحه مې وليده چې داسې پرې ليكل شوي وو. " د وطن رنګ پلورنځی " لاندې ترينه ليكل شوي وو " رنګ فروشي وطن" دا كار باید اوس هم وشی.
رشتين بابا د پښتو موسيقۍ اوپښتو سندرغاړو حمايت كولو ، هغه په دولتي ورځپاڼو كښې د پښتو ژبې د برخې دحق د تثبيت دپاره مبارزه كوله، هغه عملي كار كولو ، هر څه ته يې پام ؤ او د پښتو او پښتنو له حقوقو څخه يې په نره په منطق او دليل دفاع كوله. داسې ډيرې نورې خبرې دي چې بيا به يې په تفصيل سره درنو لوستونكو ته وړاندې كړم.
ارواښاد علامه رشتين بابا د خپلې پوهې او استعداد په بركت ډير شمير ستاينليكونه او نښانونه تر لاسه كړل ، ډيرې جائزې يې واخيستې ، هغه په هيواد كښې دننه او له هيواد نه بهر په نورو هيوادو كښې په ډيرو كنفرانسونو او سمينارونو كښې برخه واخستله ، هغه په دې كنفرانسونو او سمينارونو كښې په زړه پورې ويناوې وكړې او پخې علمي مقالې يى ولوستلى .
د رشتين بابا د زيار او هلو ځلو په بركت ډير سمينارونه جوړ شول ، د پښتو ډير شمير كتابونه چاپ او خپاره شول ، هغه په زرهاو شاګردان وروزل ، هغه ډير شمير ليكوالان او شاعران وروزل او تشويق يې كړل چې د نظم او نثر په ګلونو د پښتو ژبې او ادب بوستان رنګارنګ او ښكلى كړي.
رشتين بابا د پښتو ژبې او د پښتنو د ملي حقوقو د تر لاسه كولو د پاره ستر خدمتونه وكړل ، د هغه په هلو ځلو او ټينګار پښتو ژبې د هيواد د ملي ژبې په حيث قانوني حيثت وموند. هغه د خپلې زړورتيا نه په استفاده په علمي او حقوقي پوهې او مهارت د پښتو ژبې حق په قانون كښې تثبيت كړ.
رشتين بابا د پښتو ژبې او ادب بڼ په خپلو وينو خړوب كړ ، هغه د پښتو ژبې او ادب ټول تياره اړخونه رڼا او د راتلونكي نسل د پاره يې لاره روښانه كړه.
پوهاند رشتين په افغانستان كښې كوم سياسي يا پوځي قدرت نه درلود . د اقتصاد له نظره هم كمزورى ؤ ، خو د هغه په ماغزو كښې د فكر او سوچ قوت پروت ؤ . د هغه په وينه كښې له ژبې او قام سره د مينې جوش ؤ . هغه د ډير صبر او حوصلى خاوند ؤ ، په هغه كښې زړورتيا او جرئت ؤ ، د هغه اراده پخه وه ، د هغه په ژبه او قلم كښې زور او شور ؤ .
ارواښاد رشتين بابا ددې د پاره چې په قام كښې سياسي او اجتماعي بيداري پيدا شي نو ددې كار د پاره يې د نوي ادبي نهضت تاداو كيښود چې دا نهضت تر اوسه پورې روان دى . هغه په قام كښې د نوي روح د پيدا كيدو په خاطر د قام ادب نوى او ژوندى كړ.
سياسي پسرلى راتلاى په لوړهمت ش
په مړانه نارينتوب په شجاعت شي
هم په توره او په علم و معرفت شي
د ميرويس او احمد شاه په لوړ خصلت شي
دا بهار غواړي له مونږ نه پښتونواله
چه كړو وركه پښتونخوا نه مغلواله
پښتانه تل په سياسي ميدان كښې له ناكاميو سره مخامخ شوي دي . ددې سبب دا دى چې د پښتنو ادبي بيداري كمزورې ده . پوهاند رشتين ددغې نيمكړتيا د پوره كولو په خاطرد يوه قوي علمي او ادبي نهضت د ودې دپاره هڅې وكړې . هغه غوښتل چې ژبه علمي او ادبي شي ، په خلكو كښې عاموالى پيدا كړي ، په دې ژبه كښې هر ډول علمي او ادبي مطالب او موضوعات ځاى او بيان شي تر څو د قام ټولې اړتياوې پوره شي.
رشتين بابا په هيواد كښې د پښتو ژبه رسمي كول او په دفترونو كښې يې ددغې ژبې ځايول غوښتل.
پوهاند رشتين د چا د ژبې د سپګاوۍ طرفدار نه ؤ نو ځكه يې هيچا ته اجازه نه وركوله چې د پښتو ژبې سپكاوى وكړي.
پوهاند رشتين د يو سپيڅلي پښتون په حيث خپلې ژبې ته خدمت او هغې ته وده وركول د هر پښتون حق ګاڼه ، څرنګه چې يو انګريز په انګريزي ، يو عرب په عربي ، يو جرمن په جرمني ، يو ايراني په فارسي خبرې ، ليك او لوست كوي نو همداسې يو پښتون هم حق لري چې په خپله ژبه و غږيږي ، په خپله ژبه لوست وكړي او په خپله ژيه ليكل وكړي.
د پوهاند رشتين په نظر پښتو ژبه د نيكونو يو پاك امانت ، د فطرت يو سپيڅلى حقيقت او د ولس ناموس ګڼل كيږي ، نو ځكه يې ساتنه او پالنه د هر پښتون ملي او قومي وظيفه ده. پښتو ويل ، پښتو كول او پښتو ساتل د هر پښتون د رښتيني شرافت يوه روښانه نښه ده .
د رشتين بابا او پښتو ژبې تر مينځ يوه مينه وه ، يوه بې ريا مينه يوه پاكه او سپيڅلې مينه . په دې مينه كښې وفا وه ، په دى مينه كښې خلوص ؤ ، په دې مينه كښې صداقت ؤ . هغه په دې مينه ايمان راوړی ؤ ، دا يوه داسې مينه وه چې په مال او دولت خرڅه نه شوه ، دا يوه داسې مينه وه چې په څوكۍ او مقام خر څه نه شوه، دا يوه داسې مينه وه چې رشتين بابا ښه وپالله ، ښه يې وساتله او ښه يې ونازوله.
خوشحال خان خټك وايي :
خدايه ته په زړه كښې اچوې دا مينې
چې په ښكار دى مبتلا كړم ته مې وينې

يوه ورځې ارواښاد سيد شمس الدين مجروح چې د عدليى وزير ؤ د باغ بابر په بڼ كښې يې رشتين بابا ته وويل : " ته په پاچا ګران يې ، هغه تاته د وزارت څوكۍ دركوي ، ماته يې ويلي دي چې كه رشتين صاحب وزير شي نو ښه به وي." رشتين بابا چې د پښتو ټولنې رئيس ؤ ، داسې ځواب وركړ ." زه د پښتو ټولنې په مرچه كښې ناست يم ، په ما غرض مه لرئ ، زه د څوكۍ د پاره دا مورچه نه پريږم. پښتو خدمتګارانو ته ضرورت لري ، تاسو وزارتونه كوۍ ، زه په پښتو ټولنه كښې ښه يم."
خداى پاك د رشتين بابا په زړه كښې د پښتو مينه اچولې وه او دى يې ددې مينې عاشق كړى ؤ . دى له اول نه تر آخره د پښتو په عشق كښې اخته ؤ او له دغه عشق نه يې هغه وخت خلاصون وموند چې سترګې يې د تل د پاره وتړل شوې.
پوهاند رشتين د پښتو ژبې د پت پالنه وكړه ، پښتو د رشتين بابا ليلى وه او ده د خپلې ليلى په سر د عزت او آبرو پړونې واچولو او هيچا ته يې اجازه نه وركوله چې ددې ليلى له سر نه دا پړونى لر كړي.
زه پخپله د رشتين بابا ډير عزت كوم ، دا ځكه چې هغه د پښتو عزت وساته ، هغه د پښتو پالنه او ساتنه وكړه ، هغه ماشوم ؤ ، هغه ځوان شو ، هغه بوډا شو ، هغه مړ شو ، هغه د خپلې ځوانۍ مست د ساعتيرۍ كالونه د پښتو په عشق كښې تير كړل ، هغه د خپل بوډاتوب د آرام كالونه د پښتو په مينه او خدمت كښې تير كړل هغه مړ شو خو خپلو اولادونو ، شاكردانو او نوي نسل ته يې دا وصيت ؤ چې پښتو ژبه وساتي ، پښتو ژبه وپالي او خدمت ته يې ملا وتړي.
خلكو به رشتين بابا ته ويل چې پښتو ژبه ستا ډيره احسانمنده ده ، ځكه چې تايې ډير خدمت كړی دى . رشتين بابا به هغوي ته په ځواب كښې ويل : " نه دا خبره سمه نه ده. پښتو ژبه زما احسانمنده نه ده بلكې زه د پښتو ژبې احسانمند يم. دا خو د پښتو ژبه ده چه ماته يې عزت ، شهرت او مقام راكړى دى ، دا چې ما پښتو ژبې ته خدمت كړى دى ، دا مې په حقيقت كښې په خپل ځان احسان كړى دى ، ځكه چې خپلې ژبې ته خدمت كول د پت او عزت ساتل دي."
يوكال د دهلي د راډيو د پښتو څانګې مشر ښاغلى بترا سنګ كابل ته راغلى ؤ او د كابل په هوټل كښې ديره ؤ . ارواښاد رشتين بابا دده ليدو ته ورغلى ؤ ، زه هم ورسره وم ، يو شمير نور پښتانه ليكوال او پوهان هم راغلي وو ، نو رشتين بابا بترا سنګ ته وويل چې دا د پښتو ژبې بركت دى چې دومره خلك درته راغلي دي ، كه نه په جلال آباد او كابل كښې هندوان ډير دي ، د هغوي څوك پوښتنه نه كوي.
رشتين بابا له قبر څخه پښتنو ته دا پيغام رسوي:

دا مې چيغه ده له قبره پښتنو ته په زور زوره
د پلرو نوم مو بد نكړی ځان وساتۍ له پيغوره
پښتني حكومت جوړ كړۍ اسره ونكوى نوره
د عزت ژوندون حاصل كړۍ غلامي د نورو پريږدۍ
كه مو نن فكر ونكړ خوا ر او زار به تر دې لا شۍ
دښمنان مو ډير كوشش كړي دې دپاره چه فنا شۍ
كه مو واك اختيار خپل نكړ په ژوندوني به تباه شۍ
بې له علم معرفت نه په دنيا كښې ژوندون ګران دى
قلم توره لاس كښې واخلۍ داسې تاسې ته بيان دى.
اوس زه پښتنو ته وايم چې د پښتو ژبې او د پښتنو ددغه ستر خدمتګار حق په ځاى كول لازم دي او كه نه ؟ آيا مونږ ته پكار نه دي چې په هغه لار روان وسوو كومه چه رشتين بابا نيولى وه

په درنښت
الحاج فضل الله رشتین

Saturday, December 25, 2010

خدای ته سجده

  خدای ته سجده                 
هغه واحد ذات  د عبادت   دى  لا يق
ژبه او زړه كښې  د شهادت دى لايق

د هغه   فرمان د   اطاعت   دى لايق
سهار  ماښام د   عبادت  دى لايق

سر كيږده په   سجده    دعاګانې كوه
په    عاجزئ    کې    ژړا ګانې كوه

په  لوی رب باندې  ايمان لره تل 
ښکلی له عشقونو  یو جهان لره تل

د خداى له غضبه  كوه و يره لږه 
تل   په رښتيا  سپينه کړه خبره لږه 

  خدای یو دی شريك نه لري  جهان كښې
  داخبره ده ثابته شوى په  قرآن    كښې 

رشتينه كوه مينه  له  الله  سره ته
نور ه  مينه پريږده  له دنيا سره ته
فضل الله رشتين

د رشتین بابا په اړه د شاعرانو پیرزینې

 

 ۱ـ شعري برخه
د هر شاعر له شعر څخه څو څو بیته اخستل شوي دي 

 ۱ـ ښاغلى صفي الله سرورزى

ته د ادب وې يو وزر رشتينه
د پښتو ژبې قلندر رشتينه
ادب يتيم شولو په كوكو ژاړي
لټوي تا په لر او بر رشتينه
د ( سرورزي ) قلم سلګو ښې ووې
خدای دې ساقي كړه د كوثر رشتينه

 ۲ـ ښاغلى ميا روښان خادم
رشتينه ستا په مرګ سره طوفان وخوځيده
ويده پښتون له کټه پر آسمان و خوځيده
په تيرو څو كلو كښې يو بوډا ګڼلې خلكو
په مرګ دې كوره ټول پښتونستان وخوځيده

 ۳ـ  ښاغلى متين خوږياڼی

چې تر غوږ مې د رشتين د مرك خبر شو
په زړكي باندې مې ښخ تيره خنجر شو
اديبانو شاعرانو اوس نو خوار شو ئ
چې له هسكه راګزار د ادب لمر شو

  ۴ـ ښاغلى محمد رحمن كمال

ستورى د آسمان ؤ د آسمان له لمن پريوته
يو قيمتي لعل ؤ د افغان له لمن پريوته
عقل مې ددې خاورې په برخه باندې وژړ ل
نن چې د رشتين غوندې انسان له لمن پريوته

  ۵ـ ښاغلى استاد محمد عارف غروال 

د پښتو په لوى جهان كې لكه غر ؤ
د ادب په شنه آسمان كښې لكه لمر ؤ
ولولو يې ويده زړونه ويښول چې
دى زمونږ له اټكلونو څومره لوړ ؤ
په قلم كښې يې و زور ژبه كښې شور ؤ
ځلاند ستورى د افغان د ستر ټبر ؤ
ميړنى د زمانى و ننګيالى ؤ
د پوهانو عالمانو سر لښكر ؤ
په رشتينه لار ولاړ رشتين استاد ؤ
د ( غروال ) د ميړني ولس زيور ؤ

Thursday, December 23, 2010

اسلامي لیکنې

فضل الله رشتین


د خدای پاک حق
له ټولو حقونو څخه د الله تعالى حق عظيم اوستر دى. له دې حق څخه په دنيا كښې بل هيڅ كوم لو ړ او ستر حق وجود نلري .
الله تعالى دغه دنيا پيدا كړى ده ، خداى پاك ځمكه او آسمان خلق كړي دي ، خداى پاك رڼا او تياره پيدا كړې ده ، الله پاك ډول ډول څاروي او ځناور ، او ډول ډول حشرات خلق كړي دي ، الله پاك رنګارنګ كلونه ، نباتات ، ميوې او سبزيجات خلق كړي دي . لنډه دا چې خداى پاك ټول هرهغه څه خلق كړي دي چې مونږ يې په خپلو سترګو وينو .
خداى پاك انسان له عدم نه پيدا كړى او خلق كړى دى . ماشوم د مور په نس كښې له نطفې نه پيدا كيږي هلته په تياره كښې پروت وي ، له هيڅ شي نه خبر نه وي ، هيڅوك نه شي كولاى چې دې ماشوم ته څښاك او خواړه ورسوي ، ماشوم هلته د مور په رحم كښې پروت وي او هلته ورته خواړه او څښاك رسيږي ، هلته نمو كوي ، هلته پكښې سا پيدا كيږي ، كله چې وزيږي نو بيا دا ماشوم د مور او پلار خاوند شي ، په ده باندې بيا نوم كيښودل شي .خداى پاك ورته عقل او پوهه وركړي ، دا ماشوم بيا لوي شي ، ځوان شي او زوړ شي. ماشوم پلار شي او نيكه شي آخر بيا له دې دنيا خپل خالق ته ورستون شي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و الله اخرجكم من بطون امهاتكم لا تعلمون شيئا و جعل لكم السمع و الأفئدة لعلكم تشكرون) سورت نحل (78)
او خداى پاك تاسې د ستاسو د ميندو له نسونو څخه راايستي ياست چې په دې وخت كښې تاسې په هيڅ نه پوهيدئ او هغه تاسې ته غوږونه ، او سترګې او زړونه ( او نور حواس ) دركړل چې تاسې شكر ګذاري وكړئ.
خداى پاك انسان ته صلاحيتونه او قوتونه په دې خاطر وركړي چې هغه د خپل بدن غړي لكه سترګې ، غوږونه ، زړه ، لاسونه او د بدن نور اعضاء هغه شان استعمال كړي چې د الله پاك رضايت حاصل شي ، او دى ددغو اعضاؤ په واسطه د خداى عبادت او اطاعت وكړي . كه چيرې يو انسان د خداى اطاعت او عبادت وكړي نو دا انسان په حقيقت كښې عملا د خداى پاك له خوا د وركړ شويو نعمتونو شكرونه پر ځاى كوي . د انسان د بدن هر غړى د انسان د پاره يو نعمت دى . كه د چا سترګې ړندې وي نو هغه څه ليدلاى نه شي ، كه د چا غوږونه كاڼه وي نو هغه څه اوريدلاى نه شي ، كه د چا ژبه ګونګئ وي نو هغه خبرې كولاى نه شي ، كه د چا لاسونه نه وي نو هغه كار كولاى نه شي.
خداى پاك په خپلو بندګانوډير بې شماره حقونه لري. كه د خداى په بندګانو دخداى پاك فضل ونه وي نو دوي نه شي كولاى چې د نيكمرغئ او سعادت خاوندان شي ، كه خداى پاك په خپلو بندګانو خپ رحمت نازل نه كړي نو هغوي نه شي كولاى چې يوه لحظه ژو ند وكړي .
دا خو خداى پاك دى چې بنده يې خلق كړی دى ، داخو خداى پاك دى چې له خپل بنده سره يې امداد كړی دى او هغه ته يې رزق او هرڅه وركړي دي. خداى پاك له خپل بنده څخه رزق نه غواړي ، خداى پاك له خپل بنده څخه بل كوم شى نه غواړي ، دا څكه چې د بنده په توان كښې هيڅ داسې شى نشته چې خدا ى ته يې وركړي . د بنده په لاس كښې هيڅ نشته.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( لا نسألك رزقا نحن نرزقك و العاقبة للمتقين )سوره (طه ) 132
مونږ له تا څخه روزي نه غواړو بلكې مونږ پخپله تا ته روزي دركوو او پاى كښې نتيجه او عاقبت د پرهيزكارئ په ګټه ده .
خداى پاك له خپل بنده څخه يو شى غواړي او هغه دادى چې هغه دخپل خداى اطاعت وكړي او له خداى سره څوك شريك ونه ګڼې يعنې د خداى په وحدانيت ايمان او عقيده ولري .
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و ما خلقت الجن و الإنس إلا ليعبدون * ما اريد منهم من رزق و ما اريد أن يطعمون * إ ن الله هو الرزاق و ذو القوة المتين) سوره الذاريات 56-58
ما جنات او انسانان محض ددې د پاره پيدا كړي دي چې صرف زما عبادت وكړي . نه زه له هغوي څخه روزي غواړم او نه هم دا زما خواهش يا غوښتنه ده چې ماته طعام راكړي . الله پاك خو پخپله د ټولو روزي رسان ، د توان خاوند او زوروالا دى.
په پورتني آيت كښې خداى پاك له انس او جن څخه غواړي چې صرف د يو خداى اطاعت او عبادت وكړي . خداى پاك انسان او جن ، دواړه خلق كړي دي نو په دې وجه انسان او جن نه شي كولاى چې د خداى پاك له عبادت او اطاعت څخه منحرف شي او سر غړونه وكړي ، كه څوك دا كار كوي نو هغه ګنهګاريږي .
په پورتني آيت كښې بله كومه خبره چې مهمه او د پام وړه ده هغه دا ده چې د خداى له عبادت او اطاعت څخه د خداى پاك مقصد دا نه دى چې بنده دې خداى پاك ته رزق يا كوم بل څه وركړي . د رزق ټولې خزانې خو د خداى پاك په لاس كښې دي . اوس كه څوك د خداى پاك اطاعت او عبادت كوي نو خداى پاك ورته له همدغو خزانو څخه رزق وركوي ، همدا د عبادت او اطاعت ګټه ده چې بنده ته د خداى پاك له خوا رسيږي ، د خداى د اطاعت او عبادت په نتيجه كښې د خداى د بنده دنيا او آخرت دواړه ښيرازه او بركتي كيږي.
لنډه دا چې خداى پاك له خپل بنده څخه غواړي چې په رښتينې ډول د بندګئ حق پرځاى كړي ، او د بندګئ په معنى پوره پوه شي ، د خداى اوامرو ته غاړه كيږدي ، د خداى په لار روان وي ، د خداى د نعمتونو شكر پر ځاى كړي .
هر فضل چې په بنده كيږي هغه د خداى له خوا كيږي او هر ه بلا چې دفع كيږي هغه د خداى په رحمت دفع كيږي.
( و ما بكم من نعمة فمن الله ثم إذا مسكم الضر فإليه تجارون) د النحل سره 53
له تاسې سره چې څومرة نعمتونه دي هغه ټول د خداى له طرف نه دي اوس هم كه كوم مصيبت درته پيښ شي نو د خداى طرف ته ناله او فرياد كوئ .
د پورتني آيت تفسير داسې دی چې د ټولو نعمتونو وركوونكى صرف يو خداى دى نو ځكه د بل چا عبادت په كار نه دى .بنده ته په كار دي چې د خداى پاك د وحدانيت عقيده په خپل زړه كښې ټينګه وساتي ، هر كله چې په ده كومه سخته راشي نو له خداى پاك څخه دې مرسته وغواړي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و جاهدوا في الله حق جهاده هو اجتباكم و ما جعل عليكم في دين من حرج ملة أبيكم إبراهيم هو سماكم المسلمين من قبل و في هذا ليكون الرسول شهيدا عليكم و تكونوا شهداء على الناس فاقيموا الصلاة و آتو الزكاة و اعتصموا بالله هو مولاكم فنعم المولى و نعم النصير ) سوره الحج 78


او د خداى په لار كښې جهاد وكړئ هغسې چې جهاد حق دى . هغه تاسې غوره كړي ياست او په تاسې باندې يې ددين په باره كښې كومه تنګي يا سخته نه ده راوستې . دخپل پلار ابراهيم عليه السلام دين قائم وساتئ . خداى پاك تاسې مسلمان كړي ياست ددې قرآن نه مخكښې او په قرآن كښې هم ، تر څو پيغمبر په تاسې باندې شاهد شي او تاسې د ټولو خلكو شاهدان شئ . نو تاسې ته ښائي چې لمونځ قائم وساتئ او زكات ادا كړئ او په خداى پورې ځان ټينګ وساتئ ، هغه ستاسو ولي او مالك دى او هغه څومره ښه مالك دى او څومره ښه مددكار دى.
د خداى بنده ته ښايي چې د ښې عقيدې خاوند وي ، په حق باندې ايمان ولري ، صالحه مثمر اعمال سرته ورسوي ، په زړه كې مينه او اخلاص ولري ،
په يوه شپه او ورځ كښې پنځه وخته لمونځونه ادا كړي .د لمونځ ادا كول په هر حالت كښې ضرور او فر ض دي .
حضرت محمد (ص) عمران بن حصين چې بيمار ؤ وويل :
( صل قائما ، فإن لم تستطيع فقاعدا ، فإن لم تستطيع فعلى جنب ))


د پورتني حديت مانا دا ده چې كه څوك په ولاړه لمونځ نه شي كولاى نو په ناسته دې وكړي او كه په ناسته يې نه شي ادا كولاى نو په جنب ( څنګ ) يې هم كولاى شي ، يعنېپه هر حالت كښې بايد لمونځ ادا شي.
همدا شان يو مسلمان بنده ته ښائي چې زكات وركړي او زكات هغو فقيرانو او مسكينانو ، يتيمانو او حاجت مندانوت ه وركړي چې مرستې او كمك ته ضرورت لري
د روژې په مياشت كښې دروژې نيول هم د خداى له حقونو څخه يو حق دى چې مسلمان بنده يې بايد په ځاى كړي.
د توان او طاقت سره سم په ژوند كښې يو ځل حج هم په مسلمان بنده باندې فرض ګرځول شوى دى .
د خداى پاك په بنده باندې نور ډير شمير حقونه دي . كه يو مسلمان په واقعي صورت سره د خداى پاك حقونه وپيژني او هغه ادا كړي نو په دنيا او آخرت كې به نيكمرغه او هوسا وي او د قيامت په ورځ به له اور څخه نجات ومومي او جنت به يې ځاى وي.
خداى پاك فرمائي :
( من زحزح عن النار و أدخل الجنة فقد فاز و ما الحياة الدنيا إلا متاع الغرور )
د آل العمران سوره 185
هغه څوك چې له اور څخه و ژغورل شي او جنت ته داخل كړاى شي هغه كامياب
كړاى شو ، او ددنيا زندګي د تير ايستلو فريب څخه پرته بل څه نه ده.
په پورتني آيت كښې د كاميابۍ معيار ښودل شوى دى، هغه دا چې كامياب بنده هغه دى چې چې په دنيا كښې يې د خداى پاك رضايت تر لاسه كړي وي او كه دا كار يې كړى وي نو بيا به دى د جنهم له اور څخه په امان كښې وي او جنت ته به د داخليدو اجازه تر لاسه كوي - دوهم دا چې د دنيا زندګي د تير ايستلو يعنې فريب سامان ګڼل كيږي ، هغه څوك چې له دې څخه خپل ځان وساتي ، هغه خوش نصيب دى او هغه څوك چې ددنيا د فريب او تير ايستلو په جال كښې بند شو نو هغه ناكام او نامراد دى.
يو مسلمان بنده ته ډيره ګرانه او مشكله ده چې د خداى ټول حقونه پر ځاى كړي . خو بيا هم بنده ته ښايي چې له خپل توان او طاقت سره سم د خداى حقوق په ځاې كړي او د خداى د حقونو د اداكولو په برخه كښې له بې تفاوتئ او بې غورئ څخه كار وانخلي . هر مسلمان بنده ته ښايي چې دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ونيسي او هغه عملي كړي.
* د خداى پاك په وحدانيت عقيده لرل.
* په خداى پاك ايمان لرل.
* د خداى پاك د رضا تر لاسه كول .
* له خداى پاك څخه مرسته غوښل.
* له خداى پاك څخه يريدل.
* د خداى په نعمتونو شكر ايستل .
* خداى پاك ته ځان سپارل .
* د خداى پاك عبادت كول .
* له شرك څخه ځان ژغورل .
* په حق باندې ايمان لرل.
* په هر كار كښې له صبر څخه كار اخستل.
* د ښو اعمالو سرته رسول.
* د خداى په رسول عقيده لرل .
* په آسماني كتابونو ايمان لرل .
* د قيامت په ورځ ايمان لرل .
* په جنت ايمان لرل.
* د خداى په قدرت ايمان لرل.
* د خداى پاك په عظمت يقين لرل.
* له تقوى او پرهيزكارئ څخه كار اخستل.
* د خداى د بندګانو حقوق منل.
* د خداى په بندګانو ظلم زياتى نه كول.
* د خداى لار تعقيبول .
* د خداى له اوامرو څخه سر نه غړول .
* له تواضع څخه كار اخستل .
* د خداى د بندګانو حق نه خوړل.
* د خداى فضل او رحمت ته سر ټيټول .
* په هر كار كښې له صداقت څخه كار اخستل.
* له مور او پلار سره ښه چلند او د هغوي احترام كول.
* پنځه وخته لمونځ كول .
* زكات وركول
* روژه نيول
* نفلي لمونځونه كول .
* د استطاعت په صورت كښې حج كول.
* د خداى په وجود عقيده او ايمان لرل.
* مرګ حق ګڼل
* د خداى په لار كښې جهاد كول.
* په حق باندې ايمان لرل .
* د قرآن پاك تلاوت كول .
* د قرآن په رڼا كښې د ژوند لار موندل.
* د خداى د بندګئ حق ته غاړه ايښودل.
او نور ډير حقونه دي چې شميرل يې ډير ګران كار دى اوډير وخت غواړي.
خداى پاك دى خپلو ټولو مسلمانو بندګانو ته توان او توفيق وركړي چې د خداى په لار روان وي او د خداى حقونه ادا كړي.

پوهاند صدیق الله رشتین


                                              پوهاند صدیق‌الله رشتین 
 
                                                                     پژوهشگر نامور افغانستان
 
نـوشــته: پروفیسور رسول رهین
(استاد پوهنتون  کابل)

پوهاندصدیق الله رشتین فرزند مولوی تاج محمد خان مشهور به مهتمم صاحب در سال ۱٢٩٨هش (۱٩۱٩م) در غازی آباد مومند چشم بدنیا کشوده است. او هفت ساله بود که والد بزرگوارش در خوست بحق پیوست و در آنجا بخاک سپرده شد.
پوهاند رشتین قرآن کریم را از پدرش آموخت وبعد از وفات پدر تعلیمات ابتدایی را از علمای روستای خود فرا گرفت. پنج کتاب،گلستان، بوستان، خلاصه و غیره را نزد مولوی تور فرا گرفت و استاد خط او قاری عبدالمنان بود.
استاد رشتین در سال ۱۳۱۱هش شامل مدرسه مشهور نجم الدمدارس ننگرهار گردید و در سال ۱۳۱۵هش بکابل رفت و شامل مدرسه دارالعلوم شد. در سال ۱۳۱٨هش ازآن مدرسه بدرجه اعلی فارغ گردیده و در ماه سنبله همان سال به ماموریت رسمی آغاز کرد.

ماموریتهای رسمی:
پوهاند رشتین در سنبله ۱۳۱٨هش عضو انجمن ادبی و مدیر شعبه قواعد پشتو تولنه گردید. در سال ۱۳٢۱هش بحیث مؤسس و اولین مسؤل جریده "ورانگه" به ولایت پکتیا رفت. درماه ثور سال ۱۳٢۱هش کفیل معاون پشتو تولنه و مدیر شعبه لغات و قواعد ریاست پشتو تولنه گردید.
در سنبله سال ۱۳٢٢هش آمر شعبه دایره المعارف پشتو. درماه اسد سال ۱۳٢۶هش مدیر شعبه اول نشریات ریاست مستقل مطبوعات. درمیزان سال ۱۳٢۶هش مؤسس و مدیر مسؤل جریده سیستان در ولایت فراه مقرر گردید.
در سنبله سال ۱۳٢٧هش معاون مدیر پشتو تولنه و آمر دایره المعارف پشتو. در اسد سال ۱۳٢٧هش علاوه بر وظایف فوق مسؤل جریده هیواد گردید. از عقرب سال ۱۳٢۵ تا آخر سال ۱۳٢٩هش علاوه بروظایف بالا بحیث استاد در دانشکده ادبیات دانشگاه کابل وظیفه اجرا کرد.

در حمل سال ۱۳۳۰هش مدیر عمومی پشتو تولنه
در اسد ۱۳۳۱هش مؤسس دوره دوم جریده "زیری"
در حمل سال ۱۳۳٤هش رئیس پشتو تولنه
در جوزای سال ۱۳۳۵ استاد رسمی دانشکده ادبیات دانشگاه کابل و مشاور وزارت معارف.
پوهاند رشتین اولین پروفیسور ادبیات پشتو بود. قبل از وی درین میدان کسی دیگری در شعبه پشتو نگذشته است.
جناب پوهاند رشتین در سرطان سال ۱۳٤٢هش برای باردوم بحیث رئیس پشتو تولنه مقرر گردید. در این دوره ده سال به وظیفه دوام داد. کارهای علمی و ادبی مثمری انجام داد. در سنبله سال ۱۳۵٢ بعد از رویداد ٢۶سرطان، محمد داؤد برایش جبراً تقاعد داد. جناب رشتین ازآن تاریخ تا روزگاران وفات با حکومت های وقت و رژیم های بعدی همکاری نداشت.

وظایف مسلکی:
پوهاند رشتین علاوه از وظایف رسمی در معارف کشور معمولاً بعد از وقت رسمی بکارهای نشراتی و تبلیغاتی میپرداخت. چنانچه وی از سال ۱۳٢٨هش تا ۱۳٢٩هش از طرف شب مسؤل یک پروگرام مخصوص در رادیو کابل. از سال ۱۳۳٢هش تا ۱۳۳٧هش عضو کمیته پروگرام مخصوص پشتونستان در رادیو کابل.
از میزان سال ۱۳۳۶ تا ۱۳٤۰هش مسؤل پروگرام رنگارنگ ادبی پشتو در رادیو کابل. از سال ۱۳٤۳ تا ۱۳٤٨هش تهیه کننده و گرداننده پروگرام جالب "دادب وژمی" در رادیو کابل. از سال ۱۳٤۶ تا سال ۱۳٤٨ عضو درجه اول هیأت تحریر مجله "وژمه" از سال ۱۳۳٧ تا ۱۳٤٢هش عضو شورای عالی دانشگاه کابل بود.

زبانها:
پوهاند رشتین نویسنده و مؤلف نامدار زبان پشتو بود. او بزبانهای فارسی دری هم مینوشت. به زبانهای عربی و اردو بلدیت کامل داشت. او بعضی از آثار خودرا ازبانهای عربی و اردو به پشتو ترجمه نموده و چندین مقاله به زبان عربی نوشته است که همه در جراید اصلاح و مجله کابل به نشر رسیده اند.

تقدیر نامه ها و نشانها:
جناب پوهاند رشتین در دوران ماموریت و کارهای علمی و اکادمیک باخذ نشانها و مدالهای زیادی نایل آمده اند. از جمله: در سال ۱۳٢٧هش تقدیر نامه درجه دوم از طرف صدارت. در سال ۱۳۳۳هش تقدیر نامه درجه دوم از طرف ریاست مستقل مطبوعات. در سال ۱۳۳۵هش مدال معارف از طرف وزارت معارف بدست آورده بود. در سال ۱۳۳٧هش در مسابقه کابل رادیو یک قطعه نثر او تحت عنوان "نوی کال نوی زیری" در جمله مقاله های پشتو وفارسی دری جایزه درجه اول مطبوعاتی را کسب نمود. در سال ۱۳٤٢هش نشان عضویت مجلس کبیر ملی (لویه جرگه) را حاصل نمود. در سال ۱۳٤۵هش نشان رشتین طلایی (صداقت) از طرف وزارت معارف در یافت کرد. در سال ۱۳٤٩هش وزارت معارف برایش یک تقدیر نامه و دو ماهه معاش اعطاء نمود.

کتب و آثار:
اول) کتابهائیکه نایل باخذ جایزه شده اند:

۱) پشتنی تورسری. ۱۳۱٨هش جایزه درجه سوم اقتصاد
٢) دحمید دیوان. ۱۳۱٨هش جایزه درجه اول اقتصاد
۳) خوژی قصی. ۱۳٢٢هش جایزه درجه چهارم اقتصاد
٤) دپشتو ادب تاریخ. ۱۳٢٢هش جایزه درجه اول خوشحال خان.
۵) دپشتو کلی لومری لیار شود. ۱۳٢٤. جایزه درجه اول اقتصاد
۶) دپشتو اشتقاقونه. ۱۳٢۵ جایزه درجه دوم اقتصاد
٧) دزلمو وظیفی. ۱۳٢۵ جایزه درجه سوم اقتصاد
٨) دپشتو نثر. ۱۳٢۶هش جایزه درجه چهارم اقتصاد
٩) حلاندی پلوشی. ۱۳٢۶هش جایزه درجه سوم اقتصاد
۱۰) دپشتنو مجاهدی. ۱۳٢٧هش جایزه درجه سوم خوشحال خان
۱۱) نوی ژوند. ۱۳۳۱هش جایزه درجه اول خوشحالخان
۱٢) دهند سفر. ۱۳۳٢هش جایزه درجه اول رحمن بابا.
۱۳) پشتو حیرنه. ۱۳۳۳ جایزه درجه سوم خوشحال خان
۱٤) داشعارو دولونه ۱۳۳٤هش جایزه درجه چهارم خوشحال خان
۱۵) دپشتو نثر هنداره. ۱۳٤٢هش جایزه درجه دوم سید جمال الدین.
پوهاند رشتین در کنفرانسها و سیمینارهای متعدد درداخل و خارج از کشور اشتراک ورزیده اند. از جمله سفر های زیرین قابل یاد آوری میباشد:

۱) در سال ۱۳٢٩هش در جرگه بزرگ پشتونهای هند در دهلی وجمشید پور
٢) در اسد سال ۱۳۳۱هش بیانیه در باره پشتونوالی.
۳) در سال ۱۳۳۶ بیانیه در باره رسم الخط پشتو در اکادمی پشتو پشاور.
٤) در عقرب سال ۱۳۳۶ بیانیه در باره پوشکین در مسکو
۵) در سال ۱۳۳٧هش بیانیه در باره زبان پشتو در دانشکده ادب، اسکندریه مصر.
۶) در سال ۱۳۳٨هش کنفرانس در باره زبان پشتو، در انستیتوت شرق شناسی ماسکو.
٧) در سال ۱۳٤٢هش کنفرانس در باره نثر زبان پشتو در کانگرس شرق شناسان دهلی جدید.
٨) در سال ۱۳٤۳هش بیانیه در باره تصوف در کنفرانس بین المللی خواجه عبدالله انصاری در کابل.
٩) در عقرب سال ۱۳٤۳هش بیانیه در باره جامی و ادبیات پشتو در سالگرد جامی در کابل.
۱۰) در اسد سال ۱۳٤٤هش بیانیه در باره نثر و گرامر پشتو در دانشگاه پشاور.
۱۱) درحوت سال ۱۳٤٤ بیانیه در باره ادبیات پشتو در شعبه فارسی دانشگاه دهلی در دهلی جدید.
۱٢) در اسد سال ۱۳٤۵هش بیانیه در سمینار خوشحال خان در باره نثر خوشحال خان.
۱۳) درجوزای سال ۱۳٤۶هش کنفرانس در باره نسخه های قلمی پشتو در سمینار بین المللی نسخه های قلمی.
۱٤) در اسد سال ۱۳٤٩هش بیانیه در باره نثر خوشحال خان در سمینار دوم خوشحال خان ختک.
۱۵) درمیزان سال ۱۳۵٢هش بیانیه در باره ارتباط زبانهای پشتو وفارسی در اجلاس کلتوری آسیای مرکزی.
۱۶) درجوزای سال ۱۳۵٢هش بیانیه در باره زبانشناسی البیرونی در هزارمین سالگرد البیرونی.
۱٧) درقوس سال ۱۳۵٤ بیانیه در باره تحقیقات پشتو در کنفرانس بین المللی تحقیقات پشتو.
۱٨) در اسد سال ۱۳۵۶هش بیانیه در باره آثار چاپی پشتو در سمینار آثار چاپی پشتو.

اشتراک در هیأت های رسمی:

۱) در سال ۱۳٢۱هش در اجلاس جرگه پشتونهای هند بحیث عضو هیأت افغانستان.
٢) در حمل سال ۱۳۳۶هش بحیث عضو یک هیأت کلتوری افغانستان به پشاور و اعطای سنگ های مرمر برای فرش قبر رحمان بابا.
۳) درعقرب سال ۱۳۳۶هش در رأس یک هیأت کلتوری افغانستان به اتحاد شوروی جهت اشتراک در جشن اکتوبر اتحاد شوروی وقت.
٤) در ماه دلو سال ۱۳۳٧هش بحیث عضو هیأت کلتوری به مصر.
۵) در ماه دلو سال ۱۳٤٢هش جهت اشتراک در بیست و ششمین کانگرس شرق شناسان هندوستان
۶) در اسد سال ۱۳٤٤هش بحیث عضو هیأت علمی به دانشگاه پشاور جهت اشتراک در سمینار علمی.
٧) درحوت سال ۱۳٤٤هش بدعوت وزارت معارف کشور هندوستان بآن کشور رفته چندین مؤسسه کلتوری از جمله کتابخانه مشهور هند را دیده و نسخه های قلمی پشتو را پیدا نموده است.
٨) درجوزای سال ۱۳٤٩هش به عضویت یک هیأت کلتوری به تاشکند، الماتا و مسکو سفر نموده است.
٩) درمیزان سال ۱۳۵۱هش جهت اشتراک در سمینار آسیای مرکزی به عشق آباد رفته و از آنجا به شهر دوشنبه دعوت شده است.

آثار چاپی استاد رشتین:

۱) پشتانه شعرا دوهمه توگ، ۱۳۳۶هش
٢) دپشتو ادب تاریخ، ۱۳٢٧هش
۳) دپشتو کلی، شپژم سمستر، ۱۳۳۳هش
٤) دپشتو لمری لار شوونکی، ۱۳۳۳هش
۵) دپشتو گرامر، اول توگ، ۱۳۳۰هش
۶) دپشتو اشتقاقونه او ترکیبونه، ۱۳٢۵هش
٧) دیوان عبدالحمید مومند
٨) دمعارف،دریم تولگی قرائت
٩) دپشتنو قصی، ۱۳۳۰هش
۱۰) نوی ژوند، ۱۳۳۱هش
۱۱) د خوشحالخان بازنامه
۱٢) دپشتنو مجاهدی، ۱۳۳۰هش
۱۳) دمعارف شپژم دینیات
۱٤) دپشتونیار ،۱۳۳۰هش
۱۵) دمعارف پنحم قرائت
۱۶) دپشتو دمصدرونو لارشود
۱٧) دهند سفر
۱٨) دژوند سندره
۱٩) دپشتونخواپیشی
٢۰) ژب شوونه
٢۱) پشتو عروض
٢٢) طبنامه، ۱۳٤٤هش
٢۳) د دولسم تولگی قرائت
٢٤) دجلال الدین تذکره، ۱۳۱٨هش
٢۵) ننی لیکوال، ۱۳۱٨هش
٢۶) دپشتو ادبیات، ۱۳۱٨هش
٢٧) دپشتنو دری ادبی قواعد، ۱۳٢٢هش
٢٨) دپشتو او سانسکریت نثردیوالی، ۱۳٢۵هش
٢٩) شیرشاه سوری، ۱۳۳٤هش
۳۰) تاریخچه ادب پشتو، ۱۳۳۳هش
۳۱) دفراه پیژندنه، ۱۳۳۶هش
۳٢) دعلیخان پیژندنه، ۱۳۳۶هش
۳۳) دپشتو قلمی نسخی، ۱۳٤٧هش
۳٤) پشتو پیژندنه، ۱۳۵٧هش
۳۵) دآلمان سفر، ۱۳۵۱هش
۳۶) دآریانا دایره المعارف
۳٧) پشتو نثر، ۱۳٢۰هش
۳٨) دپشتو قلمی نسخو دحیرنی لارشود، ۱۳٤٧هش
۳٩) دکتغن سفر، ۱۳۳۰هش

کتابهای که در پشاور چاپ شده است:

۱) پشتنی لارشود
٢) دروشان ستوری
۳) نومیالی پوهان او غازیان
٤) تاریخی سمینار
۵) دپشتو نثر هنداره
۶) نوی حیرنه
٧) ادبی او تاریخی سمونی
٨) ادبی لیکونه
٩) دمهتمم ژوند
۱۰) پیاوری شاعران
۱۱) دننگرهار ننداره
۱٢) لرغونی پشتو
۱۳) پشتو گرامر
۱٤) دژوند پلوشی
۱۵) نومیالی شاعران
۱۶) داشعارو دولونه
۱٧) خوژه وژمه
۱٨) دشکلا وژمه
۱٩) دپشتو ادبی مکتبونه

آثار ناچاپ:

۱) دپشتنی میرمنی درام
٢) دژوند پلوشی دوهم توک
۳) په هند کی پشتو کتابونه
٤) خپلواک ژوند
۵) نریوال کنفرانسونه
۶) دشوروی سفر
٧) دمصر سفر
٨) زما ژوند او هلی حلی
٩) نوی کتنه
۱۰) دهیواد ننداری
۱۱) دزلمو وظیفی
شادروان رشتین از دوران عمر گرانمایه خود بیش از هزار مقاله و نوشته های اخباری دارد که همه در نشرات داخلی و خارجی بچاپ رسیده اند.
شادروان رشتین در دوران عمر گرانبار و ارزشمند خود یک ساعت هم بیکار نه نشسته همیشه در فکر وظیفه و رسالتیکه در مقابل آن خودرا ملزم میدانست بکاوش وجستجو مصروف بود. انکشاف و رشد زبان پشتو یکی از آرزوهای او بود که همیشه درین راستا کار و زحمت می کشید.
شادروان در اواخر زندگی بنابر عوامل سیاسی مهاجر پشاور شد و تا آخرین روزهای حیات در پشاور بسر برد. او تا آخرین روز حیات خودنیز مقاله نوشت و کتاب خواند و به رهروان خود درس پشتنوالی و پشتونخواهی آموخت. او بسیار تلاش میکرد در مجالس رسمی بزبان پشتو صحبت کند و دیگران را نیز تشویق میکرد تا از شیوه او پیروی نمایند. اوبه توسعه و انکشاف زبان پشتو عشق مفرط داشت. حیف ودرد که این دانشمند وارسته تا آخر نتوانست آرزوهای خودرا شگفته ببیند و در دیار غربت در پشاور به عمر ٧٩ سالگی بتاریخ پنجم قوس سال ۱۳٧٧هش برابر با ٢۶ نوامبر ۱٩٩٨م جهان فانی را وداع گفت و بحق پیوست. ویراستار که در دانشکده زبان و ادبیات دانشگاه کابل با استاد آشنایی کامل داشت او را شخص مصمم و با کرکتر عالی و دارای حوصله سر شار کاری میداند. جای این استاد بزرگوار خلد برین و مقامش در سکوی عرش معلی استوار باشد.

د علامه رشتین بابا انځورونه


علامه رشتین بابا

علامه رشتین بابا او ډاکټر راج ولي شاه خټک

علامه پوهاند رشتین  ، ډاکټر هما او نورالبشر نوید


 علامه رشتین بابا په پیښور پوهنتون کې له استادانو سره

 علامه رشتین بابا او ډاکټر راج ولي شاه خټګ

 علامه رشتین بابا له خپل لمسي احمد خان سره
علامه پوهاند رشتین له مړینې څخه شپږ ورځې د مخه په روغتون کې

رشتین بابا

دا پاڼه امتحاني ده