Saturday, December 25, 2010

د رشتین بابا په اړه د شاعرانو پیرزینې

 

 ۱ـ شعري برخه
د هر شاعر له شعر څخه څو څو بیته اخستل شوي دي 

 ۱ـ ښاغلى صفي الله سرورزى

ته د ادب وې يو وزر رشتينه
د پښتو ژبې قلندر رشتينه
ادب يتيم شولو په كوكو ژاړي
لټوي تا په لر او بر رشتينه
د ( سرورزي ) قلم سلګو ښې ووې
خدای دې ساقي كړه د كوثر رشتينه

 ۲ـ ښاغلى ميا روښان خادم
رشتينه ستا په مرګ سره طوفان وخوځيده
ويده پښتون له کټه پر آسمان و خوځيده
په تيرو څو كلو كښې يو بوډا ګڼلې خلكو
په مرګ دې كوره ټول پښتونستان وخوځيده

 ۳ـ  ښاغلى متين خوږياڼی

چې تر غوږ مې د رشتين د مرك خبر شو
په زړكي باندې مې ښخ تيره خنجر شو
اديبانو شاعرانو اوس نو خوار شو ئ
چې له هسكه راګزار د ادب لمر شو

  ۴ـ ښاغلى محمد رحمن كمال

ستورى د آسمان ؤ د آسمان له لمن پريوته
يو قيمتي لعل ؤ د افغان له لمن پريوته
عقل مې ددې خاورې په برخه باندې وژړ ل
نن چې د رشتين غوندې انسان له لمن پريوته

  ۵ـ ښاغلى استاد محمد عارف غروال 

د پښتو په لوى جهان كې لكه غر ؤ
د ادب په شنه آسمان كښې لكه لمر ؤ
ولولو يې ويده زړونه ويښول چې
دى زمونږ له اټكلونو څومره لوړ ؤ
په قلم كښې يې و زور ژبه كښې شور ؤ
ځلاند ستورى د افغان د ستر ټبر ؤ
ميړنى د زمانى و ننګيالى ؤ
د پوهانو عالمانو سر لښكر ؤ
په رشتينه لار ولاړ رشتين استاد ؤ
د ( غروال ) د ميړني ولس زيور ؤ

No comments:

Post a Comment